د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۲۸
MOPH

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې ‏د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو د درملنې ، د روغتیايي پرسونل د ارتقاء ظرفیت ، په روغتیايي خدماتو کې د شفافیت ، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مراکزو جوړولو ، د جاپان هیواد د مرستو او دوامدارې همغږۍ اړوند وینا تر سره کړه ، چې په ذکر شویو برخو کې یې د جاپان هیواد همکاري اړینه وګڼله.

د جاپان هېواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل

‏د تیر په څیر به خپلو همکاریو ته لا ادامه ورکوي او د روغتیا سکتور سره به تلپاتې همکار اوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS