د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۲۶
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده هم شتون درلود د تخصصي برنامو په معیاري کولو او په یادو برنامو کې د شته ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو د یو پریزینټېشن په ترڅ کې د تخصصي برنامو سیستم تشریح او د ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د اکمال تخصص عمومي ریاست د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل سربېره یې د یاد سیستم د لا پیاوړي کېدو او معیاري تخصص لپاره د زمینه سازۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS