د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان  والي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۲
MOPH

په دې لیدنه کې د بدخشان د عامې روغتیا رئیس د یو پرزِینټېشن په ترڅ کې د دغه ولایت د والي مرستیال په شتون کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد ته په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه واورول، موجوده ستونزې یې ورسره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د بدخشان د عامې روغتیا ریاست فعالیتونه او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري به په دې ولایت کې د روغتیا په برخه د موجوده ستونزو د حل په موخه لازم اجراات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS