د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او کیفیت ارزونه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت ‌د روغتیایي خدمتونو‌ وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او‌ مل‌ پلاوي ‌پروان‌ ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولایت له والي، ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور سره ناسته ترسره‌ کړه

په دې ناسته کې د پروان عامې روغتیا رئيس ډاکټر نیازمحمد مخلص او د يونيسف ادارې استازو هم‌ شتون درلود، چې د روغتیايي خدمتونو‌ پراختيا، کيفيت لوړولو، خلکو ته پر وخت د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو حل په‌ اړه بحث او خبرې ترسره‌ شو‌ې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال او مل پلاوي د پروان ولایتي روغتون او د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو څخه هم ګډ نظارت ترسره، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو بهير يې له نږدې وليد او د خدماتو لا ښه والي، اغېزمنتيا او شته ستونزو حل په اړه يې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS