د عامې روغتیا وزارت فعال روغتیايي ټیمونه ۲۴ ساعته د کونړ زلزله ځپلو هېوادوالو په خدمت کې دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د بیړني غبرګون لسګونه روغتیایي ټیمونه لا هم د کونړ ولایت په زلزله‌ځپلو سیمو کې په فعال ډول بوخت دي او د زلزلې قربانیانو ته یې د روغتیايي خدمتونو لړۍ روانه ساتلې ده.

د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ټیمونه چې د مرکز او ختیځو ولایتونو څخه کونړ ته لېږل شوي، د لومړنیو روغتیايي مرستو، درملنې، د ټپيانو د ژوند ژغورنې او اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي تر څو ټولو قربانیانو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د عامې روغتیا د وزارت د رهبرۍ په ځانګړې لارښوونه یاد روغتیايي ټیمونه به تر هغه د پېښې په ځای کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي څو د زلزله‌ځپلو هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په بشپړ ډول پوره شي او د خلکو ژوند له هر ډول احتمالي خطر څخه خوندي وساتل شي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري ډاډ ورکوي چې د پېښې د اغېزمنو کسانو د ملاتړ لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي او د اړتیا په صورت کې به نورې روغتیايي ډلې هم سیمې ته واستوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د خوړو او درملو معينيت د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاست د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق په مشرۍ د دې ریاست د آمرينو، مشاورينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د سپارل شویو چارو د پرمختګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

BACK TO NEWS