د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه په تېره یوه اوونۍ کې!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۹
MOPH

شنبه:

- ١: د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٢: خوست او دایکندي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو.

- ٣: د څېړنې مېتودولوژۍ د اغېزمنې زده کړې او عملي تطبیق په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

- ٤: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او مل پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مهترلام ولایتي روغتون څخه نظارت تر سره کړ.

- ٥: د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنګ او مل تخنیکي پلاوي سره ولیدل.

یکشنبه:

- ١: د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٢: فراه او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو.

- ٣: د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ او غور ولایت د شهرک ولسوالۍ عمومي روغتونونو د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٤: د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي کمېټې مسؤلینو له چین هېواد څخه راغلي پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

- ٥: له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوه.

دوشنبه:

- ١: د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٢: د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د ISLAMIC RELIEF مؤسسې له لوري د تمویلونکي روغتیايي مرکز له فعالیتونو څخه نظارت تر سره کړ.

- ٣: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادارې د درملو د Supply برخې مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

- ٤: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت په (بیړنیو حالاتو کې د خلکو رواني روغتیا) تر شعار لاندې د عامه پوهاوي غونډه تر سره کړه.

سه شنبه:

- ١: د عامې روغتیا وزارت له لوري د (۱.۸) میلیونه ډالرو په لګښت افغان جاپان او د انتاني ناروغیو درملنې روغتونونو کې د راډیولوژي دوه مجهز مرکزونه جوړ او پرانیسته یې تر سره شوه.

- ٢: کاپیسا ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونه او د درملو عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو.

- ٣: د عامې روغتیا وزارت له لوري د عدلي طب ریاست تر چتر لاندې د (DNA) معایناتو لابراتوار پرانیست غونډه ترسره شوه.

- ٤: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند لیدنه ترسره کړه.

چهارشنبه:

- ١: د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون کې ۶۰ تنه روږدي له درې میاشتنیو حرفوي زده‌ کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

- ٢: لغمان، خوست، کونړ او دایکندي ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، لابراتوارونو، کلینیکونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

پنجشنبه:

- ١: د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.

- ٢: تخار ولایت کې له یو شمېر کلینیکونو، درملتونونو، کتنځایونو او خوراکي توکو له عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو.

- ٣: د بامیان او جوزجان ولایتونو د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په دغه ولایتونو  کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت تر سره شو.

- ٤: د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د اداري پروسو ساده کولو په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.

- ٥: خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو له یو شمېر تولیدي کارخونو او عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.