د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په دوولسمه ناحیه کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۸
MOPH

دغه نظارت د خوراکي توکو د کیفیت او حفظ الصحې ارزونې په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د رسټورانټونو مسؤلینو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او روغتيايي کارتونو اخستلو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره او معلوماتي پوسټرونه په مناسبو ځایونو کې نصب شول.

دغه راز، د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د روغتیا خوندیتوب په موخه د بېلابېلو رسټورانټونو کارکوونکو ته د درې ورځني روزنيز ټریننګ له بشپړېدو وروسته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS