د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کابل ښار د اقصی، فایز او کوثر خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۸
moph

یاده ناسته وروسته له هغې ترسره شوه، چې د څارنې او پلټنې لوی رئیس د نظارتي پلان له مخې، د شپې ناوخته له یادو خصوصي روغتونونو څخه ناڅاپي نظارت ترسره او یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې يې په نښه کړې؛ نوموړي يادې ستونزې او نیمګړتیاوې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ناروغانو ته د معیاري، خوندي او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې لازم او اغېزمن اقدامات ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې د ورته نظارتونو لړۍ به دوام ولري؛ ترڅو د روغتيايي خدمتونو کیفیت لوړ، شفافيت تامين، د خلکو روغتيايي ستونزې حل او د روغتیایي مرکزونو مسئولین او ډاکټران د ولس لا ښه خدمت کولو ته تشويق او متوجې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS