د عامې روغتیا وزارت د پلاستیکي جراحۍ متخصص ډاکټر عبدالغفار غیور د کار ستاینه وکړه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۳:۱۰
وزارت صحت‌عامه از کارکردهای داکترعبدالغفارغیورمتخصص جراحی پلاسیتک تقدیر به عمل آورد

سه شنبه، ثور ٦/ ١٤٠١
د عامې روغتیا وزارت په هغې غونډه کې چې د دغه وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د پلاستیکي جراح ډاکټر عبدالغفار غیور د کار ستاینه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق عاصم په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: نن د خوښۍ ځای دی چې دا ډول کدرونه او متخصصین له بهر څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. خپلو اړو هیوادوالو ته د خدمت یوه سرچینه ګرځي."
د عامې روغتيا وزارت مرستيال زیاته کړه: موږ له خپلو صحي متخصصینو او په بهر کې میشتو کدرونو څخه غوښتنه کوو چې اسلامي امارت اوس په هیواد کې د دوی د خدمت لپاره ټوله زمینه برابره کړي تر څو ټول هیواد ته راستانه شي. وطن او خپلو وطنوالو ته خدمت وکړي.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د ډاکټر غیور د کار له امله مننه وکړه او وې ویل: له نېکه مرغه نن ورځ په هېواد کې دننه د ټولو افغانانو لپاره د خدمت زمینه برابره ده. دا چې دوی کولی شي خپلو خلکو ته خدمت وکړي او موږ له خپلو ټولو تجربه لرونکو او متخصصینو څخه چې په بهر کې ژوند کوي غوښتنه کوو چې یوځای شي او خپل هیواد جوړ کړي.
له بلې خوا ډاکټر عبدالغفار غیور د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ له هڅونې او باور څخه مننه او قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې په قندوز، کابل، هلمند او ننګرهار کې مې په وړیا ډول ١٨٥ عملياتونه کړي دي او ژمنه کوم، چې د روزنې په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموم.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د نړيوالو همکارو ادارو او مؤسسو له استازو سره د حادو اسهالاتو پېښو ته د ځواب‌ویلو نوبتي ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس، ډاکټر حيدر خان حيدر، يو شمېر نورو مسؤلينو او د اړوندو مرکزي رياستونو استازو ګډون کړی و، د حادو اسهالاتو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له AYSO مؤسسې سره په ننګرهار کې د لنډ قدۍ او خوارځواکۍ د کمولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خوارځواکۍ د نورو ډولونو کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۱۸۰۵۰۳) یو سل اتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د SHAMS څېړنیز چوکاټ په اړه انلاین ناسته ترسره کړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيا ملي انسټېټیوټ رئيس، ډاکټر عبدالجبار حيدر د روغتيا نړيوال سازمان له استازي او د SHAMS څېړنيز چوکاټ جوړونکي، استاد رضا مجيدزاده سره انلاين ناسته ترسره کړه

په. . .

BACK TO NEWS