د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس د شمالي ولایتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره آنلاین لیدنه تر سره کړه.

د دې لیدنې موخه د ولایتي ریاستونو او په مرکز کې د ولایتونو د همغږۍ ریاست ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول، د شته ننګونو بیاکتنه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو پلي کولو د ښه والي لپاره د اړینو تدابیرو نیول وو.

په دې ناسته کې تدارکاتي پروسو کې د ځنډ، د فاضلابو د تصفیې لپاره د یو غیر متمرکز سیسټم رامنځته کولو په اړتیا، د معاشاتو د پالیسۍ ارزونې او بیاکتنې، ولایتونو کې د درملتونونو او عمده درمل پلورنځیو د بیا ځلې ثبت، د غیر فعال روغتیایي مرکزونو د لیست ترتیبولو او په روغتیایي مرکزونو کې د برېښنا مصرف د اروزنې اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا ولایتي مسؤلینو د همکارۍ  په پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي ټینګار وکړ، چې دا چاره به د روغتیايي خدمتونو په ښه والي او د ستونزو ژر حل کې زیاته مرسته وکړې.

د دې ناستې پای کې ډاکټر فضل الهي عليزي د موجوده ننګونو حل لپاره د ولایتونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS