د عامې روغتیا وزارت د نن دوشنبې ورځې د یو شمېر مهمو فعالیتونو لنډیز

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲۴
moph

1. په کندهار، زابل او ارزګان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

2. په لوګر کې د لنډ قدۍ او خوارځواکۍ د کمولو په موخه له AYSO مؤسسې سره د ۳۶۸ زره او ۸۷۰ ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

3. د کندهار د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

4. د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ ناسته وشوه.

5. د «خوراکي توکو په تأمین کې د خطر او بحران مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.

6. په راډیولوژي انسټېټیوټ کې د الټراساونډ زده‌کړو دوهم ټولګی پرانیستل شو.

7. د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو اووه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

8. د عامې روغتیا وزارت پلاوي د عاجل ابن‌سینا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.

د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!