د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم هرات ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي شيخ نور احمد اسلام جار سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۵
moph

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې؛ د هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار یاد پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د هرات د والي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د هرات ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د هرات د عامې روغتیا ریاست څخه هم ليدنه ترسره کړه، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده یوولسمه فقره

وارداتي شرکتونه تر هېڅ عنوان لاندې نه شي کولای د خپلو فروشاتو د کچې لوړلو په موخه ډاکټرانو ته په مختلفو نومونو پیسې یا نور امتیازات ورکړي، له دې حکم څخه سرغړونکي به محکمې ته معرفي کېږي.. . .

BACK TO NEWS