د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام د ۴۵ تنو کارکوونکو او مسؤلینو لپاره پیل شو، چې په کې د یاد معینیت د بېلابېلو څانګو رئیسانو، مشاورينو، متخصصینو او د درملتونونو، عمده پلورنځيو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردوونکو شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو ګډون کړی.

په دې پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د قرآن کریم هغو لارښوونو ته په اشارې سره چې امانتونه باید اهل کسانو ته وسپارل شي، ټینګار وکړ چې د سیستم جوړونې او پروسو ډیجیټل کولو اساسي موخه د شفافيت تأمین، د چارو چټکتیا، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د نیمګړتیاوو مخنیوی او د مراجعینو د حقونو رعایت دی.

همدارنګه، د خوړو او درملو مرستیال د دې معینیت د جواز ورکولو سیستم د ډیجیټل کولو بهیر د بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل: له دې وروسته به د درملو اړوندو تأسیساتو ټول جوازونه په ډیجیټل بڼه صادرېږي. نوموړي د اړوندو اتحادیو له استازو وغوښتل، چې موجود تأسیسات دې خپل جوازونه د نوي سیستم له مخې په ډیجیټلي ډول نوي کړي.

دا روزنیز پروګرام به درې ورځې دوام وکړي او په کې به د ډیجیټل‌ بدلون پروژې پېژندنه، د جواز مدیریت سیستم معرفي، د کاري پروسو او پړاوونو تشریح، د غوښتنلیکونو د ثبت او تعقیب عملي روزنه، د سیستم له تخصصي برخو سره بلدتیا، د جواز ورکولو اړوندو قوانینو او مقرراتو ارزونه او د وارداتو او صادراتو د معلوماتي سیستم معرفي کېدل شامل وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS