د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رئیس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې رئیس، مل تخنیکي پلاوي او د درملو سکتور یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د تخنیکي او تنظیمي همکاریو په پراختیا ټینګار وشو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د عملي کولو او د درملو شرکتونو د ثبت (راجستریشن) بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وشوه.
همدارنګه په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د ازبکستاني شرکتونو ثبت، د مناسب قیمت په بدل کې د باکیفیته درملو د وړاندې کېدو ډاډ، د ازبکستان د درملو صنعت د ظرفیتونو او پرمختګونو پېژندنې او د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړونې په اړه هم بحث او خبرې ترسره شوې او ازبکستاني پلاوي د تخنیکي تجربو شریکولو، زده کړو او ظرفیت لوړونې برخه کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی وښود.
