د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول
د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په مرسته د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دې روغتون ته طبي تجهیزات واخیستل شول.
دا پرمختللي تجهیزات، چې په کې سي ټي سکین، ام آر آی او نور وسایل شامل دي، په نږدې راتلونکي کې به په یاد روغتون کې ترې ګټه واخیستل شي او د نیمروز اوسیدونکو ته به د روغتیایي خدماتو پراخوالي زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په افغان جاپان او د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې هم د سي ټي سکین درلودونکو د راډیولوژۍ مرکزونو خدمات پیل کړي دي.
