د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون سره د شاوخوا ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یو شمېر طبي تجهیزات او اړینو طبي توکو مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۵
MOPH

په دغو تجهیزاتو کې ۱۰ پایې وېنټیليټر ماشینونه، ۱۵ پایې د ناروغانو مانېټورونه او نور طبي اړین توکي شامل وو، چې د یونیسيف ادارې له لوري پېرل شوي وو او نن په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې، چې په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او په افغانستان کې د یونیسف ادارې د استازې مرستیالې آغلې انډریا جیمز ګډون درلود، د اندراګاندي ملي او تخصصي روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، د دغو طبي تجهیزاتو او اړینو توکو مرسته د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او په دې روغتون کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچې کمېدو لپاره اغېزمنه وبلله او د افغانستان خلکو او عامې روغتیا وزارت سره یې د یونیسیف ادارې له دوامداره مالي او تخنیکي همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.

همداراز، په دې غونډه کې د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د اندراګاندي ملي او تخصصي روغتون سره د یونیسیف ادارې له حیاتي همکاریو مننه وکړه او د دغه روغتون له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د يادو تجهیزاتو د ساتنې او سمې کارونې په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.

سربېره پر دې، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي د فوق تخصصي روغتیايي خدمتونو لپاره د پالیسۍ د جوړېدو او په ټول هېواد کې د خلکو روغتیايي خدمتونو ته د لا زیات لاسرسي په اړه خبرې وکړې او د دغو طبي تجهیزاتو او اړینو توکو برابرول یې د اندراګاندي روغتون لپاره د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د ناروغانو د درملنې په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 

بل لور، په افغانستان کې د یونیسیف ادارې د استازې مرستیالې آغلې اندریا جیمز دغه طبي تجهیزات او اړین توکي په اندراګاندي روغتون کې د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره اغېزمن وبلل او د عامې روغتیا وزارت سره یې د خپلې ادارې او شریکانو د لا زیاتو همکاریو او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS