د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پلاوي سره په لیدنه کې د روغتیایي سکتور پر لومړیتوبونو او روانو همکاریو بحث او خبرې وکړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۳
MOPH

په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د روانو همکاریو بیاکتنې، د افغانستان د روغتیایي سکتور پیاوړتیا لپاره پر ستراتیژیکو لومړیتوبونو، د غیر ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول سرطان، رواني روغتیا او نشه‌ يي توکو د کارونې ستونزو، د میندو او ماشومانو روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظ الصحې (WASH)، د سرحدي ستونزو له امله د تدارکاتو پر وړاندې د شته ننګونو او د حل پر عملي لارو، د ناروغیو د چمتووالي او څارنې سیستمونو پر پیاوړتیا او همدارنګه، د درملو د تنظیم او کنټرول سیستمونو د ښه والي او نړیوالو معیارونو، په ځانګړي ډول د ښه تولید معیارونو (GMP) ته د رسېدو پر اړتیا بحث او خبرې ترسره شوې.

دغه راز، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د درملو د وارداتو پر ځای باید د کورني درمل جوړونې ظرفیت پیاوړی شي؛ څو ملي روغتیايي خوندیتوب تضمین شي.

اروپایي ټولنې د ملاتړ لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چې د روغتیايي کارکوونکو مسلکي روزنې، په ځانګړي ډول د قابلو، فیزیوتراپیستانو او نورو متخصصینو د ظرفیت لوړولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

همدارنګه، اروپایي ټولنې د افغانستان روغتیایي سیستم سره خپله اوږد مهاله ژمنتیا بیا تازه کړه او ویې ویل، چې دا ټولنه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پرمختیايي بودیجه او سربېره پر دې ۶۰ تر ۷۰ میلیونه ډالره بشري روغتیايي مرستې برابروي.

په پای کې ژمنه وشوه، چې دواړه لوري به د افغانستان د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا، دوامدار تمویل او د ملي روغتیايي ستراتیژۍ سره د همغږۍ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS