د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو
ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني راتلونکی نندارتون د تجربو شريکولو او د همکاریو پیاوړتیا لپاره يو مهم فرصت وباله او زياته يې کړه، د ملي او نړيوالو کاري شريکانو او مسلکي بنسټونو همکاري د روغتيايي خدمتونو پراختيا او معياري کولو برخه کې مهم رول لري.
همداراز، د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم لوی رئیس، مولوي عبدالبصير قانع، د شرکتونو، داخلي او نړیوالو توليدو فابريکو او د رسنيو له استازو څخه وغوښتل، چې راتلونکي نندارتون کې ګډون وکړي؛ څو هېوادوال د درملو او روغتيايي محصولاتو برخه کې له شوي پرمختګ خبر شي.
نوموړي زياته کړه، اوسمهال په هېواد کې ۱۱۷ توليدي کارخونې موجودې دي، چې څلورو یې د GMP تصديق پاڼې ترلاسه کړي او ۱۸ نورې د معيارونو د پوره کولو په حال کې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه خبري کنفرانس کې د راتلونکي نندارتون د موخو، ګټو او اهميت په اړه معلومات وړاندې شول.
