د سترګو روغتیا ته د پاملرنې او د ړوندوالي د مخنیوي په اړه د عامې روغتیا وزارت غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سترګو د روغتیا د اهمیت، د سترګو ساتنې او د ړوندوالي مخنیوي په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه د سترګو د روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د روغتیايي برخې مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپلو خبرو کې وویل، چې د سترګو روغتیا ته پاملرنه، د ړوندوالي کچې کموالی او مخنیوی د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او په هېواد کې د سترګو د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام له نظره د سترګو د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزې وينا ترسره او ویې ویل: چې د سترګو د ساتنې او سمې کارونې په برخه کې باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخیستل شي؛ څو د الله تعالی دا ستر نعمت روغ او سالم پاتې شي.

ورته مهال، د سترګو د روغتیايي پاملرنې د همغږۍ آمر، ډاکټر آغا محمد عابد طوطاخیل، د یاد آمریت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او ویې ویل، تمه ده چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به په هېواد کې د سترګو د تراخوما ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر عتیق‌الله اکبري هم په ياده غونډه کې وینا ترسره او ویې ویل، چې لید یوازې د چاپېریال د لیدلو وسیله نه ده، بلکې د پرمختګ او باعزته ژوند بنسټ هم ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS