د روان کال په ترڅ کې د فاریاب ولایتي روغتون کې (۲۳۱۹) لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي
د ترسره شویو عملیاتو له ډلې څخه (۱۴۱۵) لوی او (۹۰۴) واړه جراحي عملیات وو، چې ټول د افغان متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې ۷۳ زره او ۳۷۳ ناروغانو ته سراپا (OPD) او ۱۶ زره او ۹۰۲ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.