د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (درې قلمه د بېلابېلو سایزونو، اکسری فلمونو تهیه او تدارک) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/WAKH/NCB/1405/G010) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې سافټ کاپي د https://tenders.ageops.af وېب سایټ او د وزیر محمد اکبر خان روغتون د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرط پاڼې د درج شویو شرایطو سره سم، د عامې روغتیا وزارت د قراردادونو د قانون او لنډمهاله اجراآتو د طرزالعمل له مخې، په سربسته بڼه د اعلان خپرېدو نېټې څخه د چهارشنبې ورځې، چې له (۱۴۰۵/۰۸/۰۶) هـ.ش نېټې سره سمون لري، د سهار تر (۱۰:۰۰) بجو پورې د روغتون کنفرانس خونې ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفرونو پرانیستلو غونډه به د چهارشنبې ورځې، چې له (۱۴۰۵/۰۸/۰۶) هـ.ش نېټې سره سمون لري، د سهار په (۱۰:۰۰) بجو د روغتون کنفرانس خونه کې ترسره کېږي.
