د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غور ولایت اړوند چهارصدې ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH (New CHC) د جوړولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/W-2883) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرط پاڼې شرايطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر سه شنبې ورځ، چې 29/05/1448 هـ ق – 19/08/1405 هـ ش نېټه سره سمون لري، د سهار 9:30 بجې چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند د آفر پرانستې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې، وزیر محمد اکبر خان کابل کې موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې ترسره کېږي.
