د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د سترګو ګرځنده روغتیایي خدماتو کمپونو جوړول او سمبالول د پروژې داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1403/G02) شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۰۴/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، چهار شنبې ورځ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر د پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.

ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۸۹۰۰۰ (نهه اتیا زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۰۴/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، چهار شنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو  تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د  یو قلم مایع  ګاز  برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د د سرطان د کنټرول پروګرام د 1405 مالي کال لپاره د څښلو او ورځنې اوبو استعمال برابرول او تدارک چې د ( MOPH/1405/NCB . . .

Back to tenders