د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

 د ۱۴۰۳مالي کال لپاره ۸۷ قلمه د ریجینټ او لابراتواري موادو تهيه او تدارک کول شمېره یې MOPH/NCB/IGICH/1403/G12د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت لخوا ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي؛څو د ۱۴۰۳مالي کال لپاره ۸۷ قلمه ریجینټ او لابراتواري موادو د تهيې او تدارک کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.

او د اړونده شرطپاڼې سافټ دې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي.

 دتدارکاتو قانون، کړنلارې او په شرطپاڼي کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سرتړلي ډول د خبرتیا نېټې د خپرولو څخه بیا تر د ۱۴۰۳/۰۶/۲۶ نېټې دوشنبې ورځ د ماسپښین ۲ بجو د وزیر محمد اکبر خان مېني لسم سړک د شهید محمد داوود خان روغتون د زړې دروازې مخامخ د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ لومړي پوړ د غونډو تالار ته وسپاري.

نوت: ناوخته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانک ګرانټي ده، چې د یو اعتبار لرونکي بانک څخه د (۷۰۰،۰۰۰) اووه سوه زره افغانۍ او شرطپاڼي سره مل دې د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډې څخه یوه ورځ مخکې د پورته پتې له مخې د غونډو تالار ته وسپاري.

 او د آفر پرانېستلو غونډه ۱۴۰۳/۰۶/۲۷ نېټه د سه شنبې ورځ سهار ۱۰:۰۰ بجې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ لومړي پوړ د غونډو تالار کې دایریږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders