د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د رابعه بلخي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د 49 قلمه طبي ملزمه د پروژې د ( MOPH/ RBH/1404/NCB/G011) شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکی د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یادې ادارې د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د 24/02/1404هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د رابعه بلخي روغتون د کنفرانسونو تالار ته چې د روغتون په B بلاک کې موقعیت لری وسپاري.
یادونه: ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي وړاندېزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (400000) څلور سوه زره افغانۍ دی او د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه 24/02/1404 هـ ش نېټه، د سهار په لسو بجو د درابعه بلخي روغتون دکنفرانسونو تالار کې ترسره کیږي.
.په درنښت