د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند اداري، پخو او خامو موادو ډیپوګانو ودانیو او سرک رغولو پروژه چې د MOPH/VFP/NCB/1403/W02  ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې 08/10/1446 ه ق چې د 17/01/1404 لمریز کال نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو دې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند، آفر پرانیستلو خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – کې موقیعت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (1,453,000) یو میلیون څلور سوه دري پنځوس زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د انتاني ملي او تخصصي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( انتاني روغتون ریاست 400 KVA ظرفیت لرونکي کمپکټ سټیشن د برېښنا برج لپاره 37 قلمه اړتیا وړ توکو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې روغتیا وزارت اړوند، د اندرا . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند ( د 1000 بستر . . .

Back to tenders