د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

rasooli_admin
Moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت اړوند، افغان جاپان ساري  ناروغیو د درملنې روغتون په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چی د 1403 کال (د طبي اوکسیجن هوا) د تهیې او تدارک پروژې په داوطلبۍ کې چې د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون د MOPH/AFGHAN/JAPAN/NCB/G00-1-1403 ریفرینس نمبر لاندې دی ګډون وکړي.

او د شرط پاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې ترلاسه او خپل وړاندیزونه په شرط پاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د 09/09/ 1445چې د 29/12/1402 نېټې، د سې شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سرک د سناتوریم تم ځای کې د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون د تریننګ خونه کې وسپاري.

ناوخته او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یوه اعتباري بانک څخه (50750) ( پنځوس زره اووه سوه پنځوس) افغانۍ دی او د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه د 09/09/1445 نېټه سې شنبې ورځ سهار لس بجې چې د 29/12/1402 نېټې سره سمون لري د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون په تریننګ خونه کې، چې د شپږمې ناحیې اړوند، دارلامان سرک سناتوریم تم ځای کابل کې شتون لري کې ترسره کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوټرونو) پروژه چې ریفرینس شمېره یې ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01) ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders