د خیر خانې 315 سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د خیر خانې 315 سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو  پروژه چې د ریفرنس ګڼه MOPH/COSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-03 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دو شنبې ورځې 01/02/1446 ه ق چې د 15/05/1403 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (60,000) شپیته زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۵
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د ابن سینا صدري روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د ۱۵۰۰۰ بالونونو طبي اکسیجن هوا برابرول او تدارک د ۱۴۰۵ کال لپاره) د دواطلبۍ په پروسه کې چې د حوالې نمبر . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو  تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د  یو قلم مایع  ګاز  برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې . . .

Back to tenders