د خوړو او درملو معینیت او د درملو واردوونکو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د درملو واردوونکو شرکتونو د مسؤلینو او استازو ترمنځ د دې معینیت د مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او درملیزو برخو د متخصصینو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د خوړو او درملو معینیت هغه موندنې له ګډونوالو سره شریکې کړې، چې د هغو شرکتونو په اړه یې ترلاسه کړې وې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د خپلو اړینو درملیزو توکو د واردولو لپاره پروفورم یا د واردولو اجازه ترلاسه کړې، خو تر اوسه یې یاد توکي هېواد ته نه دي وارد کړي او د ګمرکي مراحلو چارې یې نه دي بشپړې کړې.

د درملو واردوونکو شرکتونو مسؤلینو او استازو هم د درملیزو توکو واردولو د ځنډ لاملونه او شته ستونزې مطرح او په اړه یې د معینیت له مسؤلینو سره بحث او خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د دې لپاره چې په بازار کې د درملیزو توکو د کمښت مخه ونیول شي او د هېواد د درملیزو اړتیاوو دوامداره تأمین ډاډمن شي، پرېکړه وشوه چې د هغو شرکتونو پروفورمونه لغوه شي، چې په ټاکلې موده کې یې د درملو د واردولو لپاره عملي اقدام نه وي کړی، څو نورو وړ شرکتونو ته د هماغو درملیزو توکو د واردولو د اجازې ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ عمومي روغتون له ودانیزو چارو  لیدنه وشوه

د دایکندي ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر جواد حکیمي د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د عمومي روغتون له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو استازو له پلاوي سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، آغلې رباب فاطمې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر اېډوین سالواډور، د ملګرو ملتونو د نشه. . .

BACK TO NEWS