د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د روږدو درملنې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې
د یادې لس اطاقیزې ودانۍ د جوړېدو چارې د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست د پرله پسې هڅو په پایله کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د شاوخوا ۹۰ زره امریکايي ډالر په ارزښت پیل شوې، چې په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به یې د روږدو ناروغانو لپاره د معیاري، خوندي او اغېزمنې درملنې زمینه برابره، د روغتیايي خدمتونو کیفیت به لوړ او د روغتون د درملنې ظرفیت به ورسره لا پیاوړي شي.
