د خوست، پروان، پنجشېر، کندز او ننګرهار ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د تخصص برنامې درېیم پړاو د پرمختګ بهیر وکتل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۰
MOPH

د ټرينر متخصصينو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د تخصص برنامې د تشو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی رياست د تخصصي پروګرام د ارزونې ټیمونه د یادو ولایتونو تخصصي روغتونونو ته واستول شول.

یادو ټیمونو د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په اړه د دغو تخصصي روغتونونو له رهبرۍ، د تخصص پروګرام له مسؤلینو، د څانګو له مسؤلینو، د څانګو له متخصصینو، ټرينر متخصصینو او ټريني ډاکټرانو سره خبرې وکړې او د تخصص برنامې د معیاري کولو او د اکمال تخصص لوی رياست د موخو ترلاسه کولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

همداراز، یادو ټیمونو د نصاب د پلي کولو د موضوعاتو پر اهمیت، لکه علمي کنفرانس، Logbook، Bedside teaching، Morning Report، Visit او Case presentation خبرې وکړې؛ ځکه یاد موضوعات د ډاکټرانو د طبي تخصصي پوهې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم او اساسي رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

په فراه ولایت کې د ولسوالیو همغږي کوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

دغه روزنیز پروګرام د فراه ولایت د مرکز، پشت‌رود، خاک‌سفید، اناردرې، پشت‌کوه، شیب‌کوه، لاش‌وجوین، بکواه، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو د ۷۲ تنو همغږي کوونکو لپاره د فراه ولایت د. . .

BACK TO NEWS