د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څلورمه فقره
د هغو خوراکي توکو لپاره چې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو له خوا يې ثبت او يا هم مخکې له واردولو اجازه لیک اړین ګڼل شوی وي، واردتي شرکتونه مکلف دي چې هماغه خوراکي توکي په عامې روغتيا وزارت کې ثبت او يا هم مخکې له واردولو اجازه لیک تر لاسه کړي.
