د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

پدې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ په پام کې لري؛ ترڅو د دې روغتون اړوند د 1403 مالي کال لپاره د اړتیا وړ 64 قلمه طبي درملو تدارک او سمبالولو تړون چې شمېره یې MOPH/NCB/IGICH/1403/G10 ده، د برادران اکبري لمیتد، شرکت ته چې د خیرخانې دویمه حصه، مرکز کابل، افغانستان سیمه کې موقعیت لري او د 0101-5657 شمیرې جواز لرونکی دی د {9,000,000} نهه میلیونه افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې پدې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د هغو له لاملونو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټېټیوټ ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.

دا خبرتیا د تړون په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders