د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ۸۷ قلمه ریجینټونو او لابراتواري موادو تهيه او تدارک کولو تړون، چې شمېره یې  MOPH/NCB/IGICH/1403/G12 ده، د (برادران اکبري لمیتد) شرکت ته، چې د خیرخانې دویمه حصه، مرکز کابل، افغانستان سیمه کې موقعیت لري او د 0101-5657 شمېرې جواز لرونکی دی د (۱۳،۸۳۶،۲۸۱.۲۰) دیارلس میلیونه، اته سوه شپږ دېرش زره دوه سوه یو اتیا اعشاریه شل افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د لاملونو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټېټیوټ ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وسپاري.

دا خبرتیا د تړون په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسي قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د تدارکاتو خبرتیا!

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون اړوند د یو پایه DR  ماشین تدارک او چمتو کول پروژه چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

Back to tenders