د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د ملاریا او غیر ناقله ناروغیو د کنټرول ملي پروگرام لپاره د غوماشو تربیه او لازمې ساتني موادو تدارک او برابرول پروژې تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2409)ده. د (صدیقي سهاک لمیټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (21066) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (رحمان مینه اتم ناحیه، مرکز کابل) کې دی. چې د تړون بیه ( 2,707,130 ) دوه میلیونه اووه سوه اووه زره یو سل دېرش افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کارې ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
