د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغان اندونیزیا روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره، د دې روغتون د اړتيا وړ ۱۵ قلمه امنیتي کمرو پروژه) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/AF Indonesia/NCB/G-02)ده، سايبر نيټ ټکنالوژۍ تجارتي شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-12266) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو، چهاراهي حاجي یعقوب کرکز کابل) کې دی او د تړون بیه (1164026) يو ميليون، يو سل او څلور شپېته زره او شپږ ويشت افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت‌ د افغان اندونیزیا روغتون ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د داوود خان څلور لارې، ارزان قیمت سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders