د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د احمد شاه بابا روغتون د 1404 مالی کال د اړتیا وړ د ملی روغتون د فوق تخصص تجهیزاتو جوړولو او فعال ساتلو له بودجی د یو پایه جنراتور  برابرول او تدارک) چې د پیژندني شمیره یی (MOPH/1404/NCB/G-3017)ده. د (تیمور سادات انجینری او لوژستیکی خدماتو شرکت) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-42846) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کابل مرکز، ناحیه 9، دسپیچری سرک 1سرک 9) کې دی. چې د تړون بیه (3,401,820) دري میلیونه څلور سوه یو زر اته سوه شل  افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي. 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders