د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د خیر خانې ۳۱۵ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د خیر خانې ۳۱۵ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو پروژه، چی د تړون شمېره یې (MOPH/COSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-03) ده.

د جبار پیمان ودانیز، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د(D-21193)ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د محراب الدین قریشي مارکیټ، پروان سوم څلور لارې سرک،مرکز کابل، افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (۱،۱۳۰۴۰۵) یو میلیون، یو سل دېرش زره څلور سوه پنځه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د تدارکاتو خبرتیا!

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون اړوند د یو پایه DR  ماشین تدارک او چمتو کول پروژه چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

Back to tenders