د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له لوري له ۲۸ خصوصي روغتیايي تأسيساتو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۲۴
moph

دغه نظارت د تخار ولایت د تالقان ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۲۳ کتنځايونو، د غاښونو جوړولو له ۳ مرکزونو او ۲ لابراتوارونو څخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۳ کتنځايونه او د غاښونو جوړولو مرکزونه او همدارنګه یو لابراتوار د قانوني جواز نه شتون، د غیر مسلکي کسانو موجودیت او ځینو نورو روغتیايي نیمګړتیاوو له امله وتړل شول.

سربېره پر دې نظارتي ټیم د ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له نېټې تېرو او بې‌ کیفیته درملو له واردولو، کارونې او پلور څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له لوري له ۲۸ خصوصي روغتیايي تأسيساتو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت د تخار ولایت د تالقان ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۲۳ کتنځايونو، د غاښونو جوړولو له ۳ مرکزونو او ۲ لابراتوارونو څخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۳ کتنځايونه او د غاښونو جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۲۰
Background image

پروان ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، خصوصي او عامه مشارکت او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

په پکتیا کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له (Health Net_ TPO) مؤسسې سره د (۱۰۳۴۹۰۹۹) لس میلیونه درې سوه نهه څلوېښت زره او. . .

BACK TO NEWS