د بامیان ولایت په کچه د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول ډیپارټمنټ د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د بامیان ولایت په کچه د ۲۵ تنو ډاکټرانو لپاره څلور ورځنی او د ۲۵ تنو قابلو او ۵۰ تنه د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ

په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول، لومړنی تشخیص او درملنې، په غیرساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت، روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو او د روغتیايي مشورو په اړه ګډونوالو ته زده کړې ورکړل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د دغو ناروغیو په وقایه او کنټرول کې د روغتیايي کارکوونکو رول اغېزناک وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې ترلاسه کړې زده‌کړې له خپلو نورو همکارانو سره په روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او کلیو کې شریکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۹
Background image

د «روغتونونو مدیریت» تر سرليک لاندې  ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

 د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو ۲۱ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره «د روغتونونو مديريت» تر سر ليک لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
Background image

په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څلورویشتمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي. . .

BACK TO NEWS