د ایچ آی وي د خپرېدو لارې
۱- په ایچ آی وي د ککړې وينې د تطبيقولو له لارې.
۲- د معتادینو په منځ کې د ستنو او پیچکاریو ګډ کارول.
۳- د غاښونو د غير معقم او ناپاکه سامانونو کارول.
٤- د غیر معقم او ناپاکه جراحي سامانونو کارول.
۵- د غير معقم سامان آلاتو کارول د خال لګولو، غوږونو سوري کولو، د ستنو طب، د ويښتانو کمولو او ږيرې خریلو پر مهال.
۶- د مور څخه ماشوم ته، په هغه صورت کې چې مور په اچ آی وي اخته وي. په اچ آی وي باندې د اخته شوې مور څخه په رحم کې جنين ته او یا نوي زیږېدلي ماشوم ته، چې د زېږېدنې نه مخکې، د زېږون په وخت او یا له زېږون څخه لږ وروسته پېښيږي.
۷- د ناروا او نا خوندي جنسي اړيکو له لارې.