د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۶:۲۹
Minister

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت او د دې ادارې ترمنځ د روغتیايي ځالو د معیاري کولو په ځانګړي ډول د ودانیو د رغونې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پیاوړتیا، لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي برخو د تخنیکي ملاتړ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه وګاڼه او یې ویل، موږ به هڅه وکړو؛ تر څو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بل لوري د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او و یې ویل، موږ امکاناتو ته په پام سره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS