د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۴:۵۸
Nangarhar

په یاد کنفرانس کې چې د ننګرهار پوهنتون په کوربه توب پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اقلیم بدلون د ټولنې لپاره یو ننګونکی حالت یاد کړ او په همدې موخه یې د ورته کنفرانسونو دایرول خوار اړین او ګټور وبلل.

ښاغلي وزیر همداراز وویل: ( د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس هر کال زرګونه انسانان د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دې ستونزې د حل پر موخه باید لازمې کړنې ترسره شي؛ تر څو د ورته ستونزو مخنیوی وشي.)

په ورته وخت کې ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې څه موده وړاندې مو هلمند ته د سفر په ترڅ کې هلته ولیدل چې زیات شمېر خلکو خپلې سیمې د وچکالۍ له امله پریښې وې او نور سیمو ته مهاجر شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS