د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د ۲۷.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زون په کچه د ريفرینس لابراتوار پرانيسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۹:۴۸
moph

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي چې د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د وزارت مرکزي رئیسانو، د یاد ولایت‌ مسؤلينو د یو این ډي پي ادارې استازو او روغتياپالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې مراسمو کې یاد لابراتوار د ختیځ زون او ټول هېواد لپاره يو مهم او ګټور پرمختګ‌ وباله او دا یې د تشخیصیه برخې د پیاوړتیا لپاره مهمه لاس ته راوړنه یاده کړه.

ښاغلي وزیر، زیاته کړه ( په دې لابراتوار کې به هغه معاينات ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې به هېوادوال یې د تر سره کولو په موخه بهر ته تلل، چې اوس به دا ستونزه تر یوه اندازې حل شي).

د یاد ریفرینس لابراتوار چارې شپږ میاشتې وړاندې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په غوښتنه د یو این ډي پي په مالي همکارۍ پیل شوې وې چې نن د تشخصیه خدماتو لپاره پرانیستل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS