د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره د کابل ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۵۵
moph

له ایمرجنسي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په روغتون کې د روغتیایي خدماتو او ناروغانو د لیدنې تر څنګ د خیرخانې د تیرې ورځې پیښې ټپي شویو ولسي وګړو د حال او روغتیایي وضعیت پوښتنه وکړه، ښاغلي وزیر د هغوی د روغتیا هیله څرګنده او روغتیایي مسؤولینو ته یې د بشپړې پاملرنې اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو د عامې روغتیا وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د ټپي شویو ولسي وګړو په درملنه کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوي او د هغوی روغتیا ته به بشپړه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS