د  (۱۹.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د زابل ولایتي روغتون د نوې ودانۍ پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۳:۴۹
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسموکې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چاور مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د یاد روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت وویل، د یاد روغتون پاتې چارې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ټولو برخو ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات ورسوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS