بامیان ولایت کې د ۱۳۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت درې پراختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
دغه پروژې چې د اغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو پراختیایي بودیجې له لارې بشپړې شوې، په کې د درملو او طبي تجهیزاتو زیرمتون، د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو ګرمولو سیستم او د روغتون لپاره د اوبو د تصفیې دستګاه شامله ده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د بامیان والي ښاغلی قاري ګل حیدر شفق، د آغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو مسؤلینو، د عامې روغتیا ریاست استازو، دیني عالمان، قومي مخورو او د نړیوالو همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی ؤ.
د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د دغو پروژو پرانیسته د بامیان ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت د هېواد په ولسوالیو کې د روغتونو جوړولو هڅې پیل کړي، چې له ډلې به یې د بامیان ولایت سیغان او کهمرد ولسوالیو کې هم مجهز روغتونونه جوړ شي؛ ترڅو خلکو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو زمینه برابره شي.
همداراز، ښاغلي مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت رهبري له نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د افغانستان لپاره یو پر مختللی، ځواب ویونکی او اغېزمن روغتیايي سیستم رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژې د درملو او طبي تجهیزاتو ساتنې، د کارکوونکو او ناروغانو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو او د روغتون د شنو ساحو خړوبولو په موخه تطبیق شوې.
