ایډز (AIDS) څه ډول ناروغي ده؟
ايډز د ژوند ګواښونکو ناروغیو ټولګه ده او هغه وخت منځته راځي، چې د انسان معافيتي سيستم په شدید ډول د ایچ آی وي (HIV) په ویروس ويجاړ شي.
د كلمو مفهوم:
د (AIDS) کلمه له لاندې مخففاتو څخه جوړه شوې ده:
اكتسابي (Acquired): يعنې انسان بايد دغه ويروس كسب کړي، ځکه دغه ناروغي ارثي نه ده
معافیت (Immune): یعنې د بدن معافيتي سيستم اغېزمنوي.
زیان (Deficiency): د معافيتي سيستم د زيان او کمزوري كېدو لامل كېږي.
له ډول ډول نښو نښانو سره د ناروغيو ټولګه (Syndrome): په ايډز د اخته کس په بدن کې د ګڼو ناروغيو نښې نښانې ليدل كېږي.