د اماني لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز مرکز د نشه‌ یي توکو له استعمال څخه د مخنیوي ټیم له لوري د اماني لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو له استعمال څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

په دې پروګرام کې د جنګلک ۴۵۰ بستریز مرکز ټولنیز کارکوونکي، ډاکټر حفیظ حق‌داد د نشه‌یي توکو د ناوړه اغېزو او پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي یاده موضوع له روغتیايي، ټولنیزو، فرهنګي او رواني اړخونو وڅېړله او د نشه‌ یي توکو د کارونې له امله یې پر فرد، کورنۍ او ټولنه د رامنځته کېدونکو ناوړه زیانونو اړوند معلومات شریک کړل.

سربېره پر دې، هغه د عامه پوهاوي پر اهمیت، د سالمو ملګرو پر ټاکلو، د دیني او فرهنګي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د نشه‌ یي توکو پر مخنیوي هم ټینګار وکړ.

د پروګرام په پای کې زده‌کوونکو خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د پروګرام مسؤلینو او وړاندې کوونکو له لوري ورته لازم او قناعت‌ بخښونکي ځوابونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS