پکتیا ولایت کې ۴۲ ټنه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۷
moph

دغه درمل او خوراکي توکي د پکتیا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له‌ لوري د تېر یو کال په بهیر کې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل: له درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه به د څارنې بهیر په دوامداره توګه روان وي او له سرغړوونکو سره به د روغتیايي اصولو او قوانینو له مخې چلند کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS